کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزارت سرپرست:

د لوړ کیفیت روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي

8 حمل 1403 ساعت 10:38

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان له استازي او د اوچا دفتر له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د روغتیا نړیوال سازمان له استازي ډاکټر جمشید تانولي  په افغانستان کې د روغتیا سازمان مسؤل او د OCHA دفتر چارواکو سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول یې له لومړیتوبونو څخه وبلل او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې په بېلابېلو برخو کې د هېواد د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړ کړو.

په ورته وخت کې د نړیوالو بنسټونو مسوولینو په دې ناسته کې د روغتیا په برخه کې د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 287924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287924/د-لوړ-کیفیت-روغتیایي-خدمتونو-وړاندې-کول-او-کارکوونکو-ظرفیت-لوړول-زموږ-له-لومړیتوبونو-څخه-دي

آوا
  https://www.avapress.com