کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۵۵۲ ته لوړ شو

10 حمل 1403 ساعت 11:18

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر د اکتوبر له اوومې (د الاقصی له طوفان) څخه تراوسه پورې ۳۲ زره ۵۵۲ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۷۴ زره ۹۸۰ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په شهیدانو او ټپیانو کې اکثره بې ګناه ښځې او ماشومان دی.
 
د بله پلوه د فلسطین د شمس خبري اژانس خبریال "محمد عادل ابوسخیل" د خپلې خبري دندې د ترسره کولو په حال کې د غزې په شفا روغتون کې د صهیونیسټي پوځیانو لخوا په ډزو ووژل شو.
 
د قطر الجزیرې چینل خبر ورکړی چې هغه ځانګړي عکسونه یې ترلاسه کړي چې په الشفا روغتون کې د فلسطیني میرمنې له بې حرمتي وروسته د صهیونیسټانو نوی جنایت په ډاګه کوي.


د مطلب کود: 288032

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288032/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۲۵۵۲-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com