کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال په کندهار ولایت کې څه باندې ۲۱۲ زره الکترونیکي او کاغذي تذکرې وېشل شوې

12 حمل 1403 ساعت 11:44

د کندهار ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست وايي، په دې ولایت کې په ۱۴۰۲ کال کې څه باندې ۲۱۲ زره کسانو برېښنايي او کاغذي تذکرې ترلاسه کړي دي.


آوا – کابل: د کندهار ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست د معلوماتو له مخې؛ په ۱۴۰۲ کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۲۱۲ زره کسانو الکترونیکي او کاغذي تذکرې ترلاسه کړې.
 
دغه رياست زياته کړه چې هره ورځ شاوخوا درې زره کسان د تذکرو ترلاسه کولو لپاره راځي.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال د تذکرو له وېش څخه ١٠٧٦٧٥زره افغانۍ ترلاسه شوې وې.


د مطلب کود: 288113

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288113/تېر-کال-په-کندهار-ولایت-کې-څه-باندې-۲۱۲-زره-الکترونیکي-او-کاغذي-تذکرې-وېشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com