کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولايت کې د کوچني اختر د ورځو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي دي

16 حمل 1403 ساعت 10:16

د اختر په رارسېدو سره د جوزجان والي وايي، د اختر په ورځو کې د ښاریانو د ژوند او مالي خوندیتوب لپاره هڅې د پخوا په پرتله زیاتې دي او خلکو ته ډاډ ورکوم د اختر په ورځو کې په پوره امنیت کې ښار ته لاړ شئ.


آوا - مزار شریف: د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق په دغه ولایت کې د کوچني اختر په ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو په اړه وویل: امنیتي ځواکونو د شبرغان ښار او د جوزجان ولایت په ولسوالیو کې د ښاریانو او سیلانیانو د مالي او ځاني خوندیتوب په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر به ونیول شي.

ده زياته کړه: د جوزجان ولايت د امنيتي ارګانونو مسوولين مکلف دي چې په جدي توګه امنيت تامين کړي.

قاري شفق څرګنده کړه چې د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د ژوند او مالي امنیت د تامین لپاره هڅې باید د پخوا په پرتله زیاتې شي او خلکو ته ډاډ ورکوم چې د اختر په ورځو کې له خوښیو او تفریحاتو څخه برخمن شي.
د
په ورته وخت کې د جوزجان ولایت د امنیتي ادارو مسوولین وايي: د خلکو د امنیت او ټولنیز نظم تامین زموږ دنده ده او هیڅ ډول امنیتي اندیښنه او ستونزه نشته، ځکه موږ د اختر په ورځو کې پر ځانګړو امنیتي تدابیرو ټینګار کوو.

د يادونې وړ ده، چې په جوزجان ولايت کې د "ځانګړو ورځو" امنيتي غونډه د دغه ولايت د امنيه قوماندان، د استخباراتو د رييس او نورو مسوولينو په شتون کې جوړه شوې وه.


د مطلب کود: 288293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288293/په-جوزجان-ولايت-کې-د-کوچني-اختر-ورځو-لپاره-ځانګړي-امنيتي-تدابير-نيول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com