کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال: د امنیت په تامین سره په افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده

19 حمل 1403 ساعت 10:59

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال په افغانستان کې د ترکيې د يو شمېر خيريه موسسو له مسوولينو او استازو سره په کتنه کې وويل چې په هېواد کې د ملي امنيت تامين د خيريه کارونو او پانګونې لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ترکیې د یو شمیر خیریه موسسو له مسؤلینو او استازو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د یادو بنسټونو مسوولینو د اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د دولتي ادارو سره په همغږۍ د جوماتونو او ښوونځیو په جوړولو، بې کوره ښځو ته د کار د زمینې برابرولو، د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې له افغانانو سره مرسته کوي. 
 
په همدې حال کې په دې کتنه کې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال په هېواد کې د ترکيې د خيريه موسسو د فعاليتونو قدرداني وکړه او له هغوى سره يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په افغانستان کې د امنيت په تامينولو سره ښه زمينه برابره شوې ده. 


د مطلب کود: 288425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288425/د-رئیس-الوزرا-سیاسي-مرستیال-امنیت-په-تامین-سره-افغانستان-کې-پانګونې-ته-زمینه-برابره-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com