کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوی عبدالکبیر د اختر د لمانځه پر مهال:

زه په بهر کې په ټولو "افغانانو" غږ کوم چې افغانستان ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي

23 حمل 1403 ساعت 10:53

د رئيس الوزرا دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د اختر د لمانځه په مراسمو کې چې په سپېدار ماڼۍ کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو غړو او یو شمېر بهرنیو سفیرانو په ګډون ترسره شوې وې وکړې. "اوس، ټول افغانان په افغانستان کې ارام ژوند لري، او زه په بهر کې پر ټولو افغانانو غږ کوم چې افغانستان ته راستانه شي او یو باعزته ژوند وکړي."


آوا - کابل: د اسلامي امارت د خبرپاڼې له مخې د کوچني اختر لمونځ د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو او یو شمیر بهرنیو سفیرانو په ګډون په سپېدار ماڼۍ کې ادا شو. 
 
مولوي عبدالکبير د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى چې نن د افغانستان مسلمان ملت په پوره خوښۍ او سولې سره نمانځي.
 
مولوي عبدالکبير زياته کړه: اوسمهال د افغانانو لپاره د سوله ييز ژوند شرايط برابر دي او په بهر کې له مېشتو افغانانو يې وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي.
 
هغه همدا راز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
 
ده ټینګار وکړ: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، ځکه افغانان له دغو هېوادونو سره دیني، سیاسي او فرهنګي مشترکات لري او د دغو مشترکاتو د پیاوړتیا لپاره اړینه ده.


د مطلب کود: 288598

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288598/زه-په-بهر-کې-ټولو-افغانانو-غږ-کوم-چې-افغانستان-ته-راستانه-شي-او-عزت-سره-ژوند-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com