آوا: د ډان نیوز د راپور له مخې، دغه پیښه تیره شپه رامنځ ته شوې او ټپیان روغتونونو ته د نازک حالت په توګه لیږدول شوي دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، چې دغه لارۍ د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له سړکه واوښته او په دره کې ولوېده.
د راپورونو له مخې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه لارۍ چې ۷۰ تنه زیارت کوونکي په کې سپاره وو د بلوچستان د حب سیمې د قاسم جوکیو مکلي له کلي څخه تېرېدل.
د مسافرو خپلوانو ویلي، چې دغه لارۍ نن سهار ۹ بجې په وادۍ کې لوېدلې او له پېښې درې ساعته وروسته د ژغورنې او پولیسو ډله د پېښې ځای ته ورسېده.
د ریډیو پاکستان د خبر له مخې د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي نن په یوه بیان کې چارواکو ته امر کړی چې د پېښې قربانیانو ته غوره روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په هیواد کې د خوندیتوب د ضعیف اقداماتو، د موټر چلوونکو د کمزورتیا او د ټرانسپورټ د خرابې زیربنا له امله مرګونې ترافیکي پیښې معمولې دي.
ډان د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان په سړکونو کې له ۲۷۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د تېر کال په جنورۍ کې هم په بلوچستان کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۴۱ کسان وژل شوي وو.