کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خراسان رضوي سیمه ییز چارواکي:

افغانستان ته ۶۴ ټنه حیواني درمل د دوغارون له پولې څخه صادر شوي دي

25 حمل 1403 ساعت 10:35

د خراسان رضوي په ختیځ کې د تایباد د حیواني روغتیا ادارې مشر وايي، تېر کال د دې ولسوالۍ د دوغارون له رسمي پولې څخه و افغانستان ته ۶۴ ټنه حیواني درمل صادر شوي وو.


آوا - مشهد: د حیواناتو د روغتیا د ادارې (وترنری) مشر ډاکټر حسن آذریان وایی، د صادراتو دغه اندازه د ۱۱ بار وړونکو لاریو په مرسته لیږدول شوې چې د تیر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی موندلی دی. 
 
ده د دوغارون ځمکنۍ پوله افغانستان ته د هر ډول څارویو محصولاتو د صادراتو ترټولو مهمه نقطه ده او زیاته یې کړه: د ایران د حیواناتو د درملو د کیفیت د کچې لوړول او له هر ډول درملو سره د مقابلې په برخه کښې د هغوی زیات موثریت په زیاتوالي کې یو له مهمو فکتورونو څخه دی چې د څارویو د درملو توکي افغانستان ته راځي.
 
د تایباد د څارویو د روغتیا ادارې مشر وویل: همدا راز په دې موده کې ۱۴۸۵ ټنه درمل چې د څارویو د خوراکي توکو په صنعت کې ترې کار اخیستل کېږي، د ۵۹ ټریلرونو په مرسته د دوغارون د ځمکني پولې له لارې افغانستان ته صادر شوي چې د تیر کال په پرتله ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
هغه افغانستان ته د دوغارون له لارې د پسونو د وړيو صادراتو ته په اشارې سره وويل: تېر کال ٨٠ ټنه د پسونو وړۍ په څلورو لاريو کې د دوغارون له ځمکني پولې څخه افغانستان ته صادر شوي چې د ١۴٠١ کال په پرتله لس سلنه زياتوالى لري.
 
ده وويل: د دغو ټولو محصولاتو لپاره روغتيايي سند صادريږي او که په دې برخه کې کومه سرغړونه وليدل شي، د بار وړلو اجازه به ورنکړل شي.
 
د هغه په ​​وينا، سل په سلو کې حيواني محصولات هرات ته د دوغارون بندر له لارې صادرېږي.


د مطلب کود: 288647

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288647/افغانستان-ته-۶۴-ټنه-حیواني-درمل-د-دوغارون-له-پولې-څخه-صادر-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com