د پاکستان پولیس وايي، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یوه مسافر وړونکي بس د نامعلومو وسله والو په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
په پاکستان کې پر یوه مسافر وړونکي بس برید ۱۱ کسان وژلي دي
25 حمل 1403 ساعت 10:50
د پاکستان پولیس وايي، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یوه مسافر وړونکي بس د نامعلومو وسله والو په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
آوا: پاکستاني پولیسو اعلان کړی، چې یوې بېلتون غوښتونکې ډلې ایران ته غځېدلې لویه لاره بنده کړې، ۱۱ تنه مسافر یې تښتولي او بیا یې وژلي دي.
د تسنیم په وینا، د دغه ایالت د پولیسو مرستیال "حبیب الله موسی خېل" دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له تحقیقاتو وروسته د وژل شویو کسانو جسدونه له یوه پله لاندې موندلي دي.
هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کې د بس ۹ تنه سپرلۍ دي.
د بلوچستان ایالت پولیسو هم ویلي چې شاوخوا ۱۲ وسله والو کسانو لویه لار بنده کړې او د هویت کارتونو له کتلو وروسته یې ۹ مسافر نږدې غرونو ته بیولي او هلته یې په ډزو وژلي دي.
چارواکي وايي، مسافر له کویټې څخه د تفتان سرحدي ښارګوټي ته روان وو او ټول د پنجاب ایالت اوسېدونکي وو.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو په دې وروستيو کې په دې سيمه کې د ډېرو بريدونو پړه د بلوچستان د آزادۍ پوځ په نوم بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخيستې ده.
د دې ډلې تر څنګ په ایالت کې د بلوڅانو څو غیر قانوني ډلې هم فعالې دي او په منظم ډول امنیتي ځواکونه او همدارنګه د پاکستان د نورو سیمو اوسېدونکي په نښه کوي.
د مطلب کود: 288648