کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سیډني کې د چړې د حملۍ د قربانیانو شمیر ۶ تنو ته ورسید

26 حمل 1403 ساعت 10:01

د استرالیا په سیډني ښار کې په یوه سوداګریز مرکز کې د چړې د برید د قربانیانو شمیر ۶ تنو ته لوړ شوی دی.


آوا: د استرالیا پولیس وایی، د سیډنی ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د چړې د برید د قربانیانو شمېر له څلورو څخه شپږو ته لوړ شوی دی.
 
پولیسو په پیل کې اعلان وکړ چې په دې پیښه کې بریدګر د پولیسو له خوا په ډزو سره تر برید وروسته څلور تنه ووژل شول.
 
انتوني کوک، د نیو ساوت ویلز ایالت د پولیسو مرستیال، د قربانیانو شمیر اوه تنه د بریدګر سره اعلان کړ.
 
د دغه برید انګیزه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، خو کوک دا خبره رد کړې، چې ګواکې دا یو ترهګریز برید و.


د مطلب کود: 288679

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288679/په-سیډني-کې-د-چړې-حملۍ-قربانیانو-شمیر-۶-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com