کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت: ایران یو مشروع دفاعي اقدام کړی

26 حمل 1403 ساعت 15:03

د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره په صهیونیسټ رژیم د ایران د اسلامی جمهوریت حملې یو مشروع دفاعی اقدام وباله.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخی دغه بیانیه خپره کړې او لیکلی یې دی: صهیونیسټ رژیم د خپلو جنایتونو په دوام د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران سفارت د روان کال د اپریل په لومړۍ نیټه په نښه کړه او په دي کار سره ټول ډیپلوماتیک معیارونه او نړیوال قوانین يي تر پښو لاندي کړه چې په ځواب کې د ایران اسلامی جمهوریت تیره شپه مشروع دفاعی اقدامات ترسره کړل.
 
د اسلامی امارت د خارجه وزارت ویاند تاکید وکړ: صهیونیسټی رژیم د تیر کال له اکتوبر میاشتې راهسې په غزه کښې د څه دپاسه ۳۳ زره ملکیانو قتل عام ته دوام ورکړی او هڅه کوی د نورو هیوادونو په اندې تیری وکړی او په سیمه کښې ناامنی خپره کړی.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د نړۍ او سیمې له «مؤثرو» هیوادونو غوښتي چې د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي په خاطر د اسرائیلو د «جنایتونو» د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي.


د مطلب کود: 288721

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288721/اسلامي-امارت-ایران-یو-مشروع-دفاعي-اقدام-کړی

آوا
  https://www.avapress.com