د برښنا شرکت وايي، په هېواد کې وروستیو اورښتونو د ناګلو، سروبي او ماهیپر بندونو د برېښنا د تولید د زیاتوالي لامل شوی دی.
وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو له بندونو څخه د برېښنا تولید زیات کړی دی
27 حمل 1403 ساعت 10:23
د برښنا شرکت وايي، په هېواد کې وروستیو اورښتونو د ناګلو، سروبي او ماهیپر بندونو د برېښنا د تولید د زیاتوالي لامل شوی دی.
آوا - کابل: د برښنا شرکت رسنیز دفتر رسنیو ته ویلي چې په هیواد کې د وروستیو ورځو او میاشتو بارانونو د ناګلو، سروبي او ماهیپر بندونو د بریښنا تولید زیات کړی دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې او د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په تيرو ٢٤ ساعتوکې په دغو بندونوکې دبريښنا په توليد کې زياتوالى راغلى دى او دغه زياتوالى په ټولو عامه شبکوکې ويشل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد زياتره ولايتونه د سختو بارانونو شاهدان دي.
د مطلب کود: 288750