کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۳۷۲۹ تنو ته ورسېد

27 حمل 1403 ساعت 10:36

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۳ زره او ۷۲۹ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۷۶ زره ۳۷۱ تنو ته رسېدلی دی.


آوا: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې څلور قتل عامونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۴۳ تنه شهیدان او ۶۲ نور ژوبل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې غزه له ۱۹۰ ورځو وروسته تېره شپه نسبتاً ارامه شپه تېره کړه.

د غزې یوشمېر اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې پر اسرائیلو د ایران د برید او له غزې څخه د دغه رژیم د الوتکو د وتلو له امله دوی تېره شپه یو څه ارامه خوب وکړ.

د یادولو وړ ده چې تیره شپه په دمشق کښې د دغه هیواد په کنسولګرۍ باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې په غبرګون کښې د ایران اسلامی جمهوریت په نیواکګرو سیمو په سلګونو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې وکړې.


د مطلب کود: 288753

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288753/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۳۷۲۹-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com