حکومتي سرچينې او عيني شاهدان وايي، چې په صياد ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو او سېلابونو له امله تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د مزارشريف او سمنګان ترمنځ لاره تړل شوې ده.
د مزارشریف- سمنګان لویه لار د غره د ښویېدو له امله تړل شوې
27 حمل 1403 ساعت 11:03
حکومتي سرچينې او عيني شاهدان وايي، چې په صياد ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو او سېلابونو له امله تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د مزارشريف او سمنګان ترمنځ لاره تړل شوې ده.
آوا - مزار شریف: د سمنګان ولایت د فواید عامې رئیس مولوی محمد رحمان محمدی وایی چې سیلابونو خلکو ته جدی ستونزې رامنځته کړی او د مزار- سمنګان پر لویه لار زرګونه مسافر بند پاتې دی.
هغه زیاته کړه: هره شیبه د مسافرینو شمیر زیاتیږي او هر څوک په موټرو کې دننه وي، خو د لارې د خلاصولو لپاره زموږ هڅې په جدي توګه روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې د مزار- سمنګان لويه لار له مرکز سره د شمالي ولايتونو د لارې يوه برخه ده او ډېره حياتي لاره ده.
د مطلب کود: 288758