کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګریزو تاسیساتو د پراختیا په اړه د هرات والي د قزاقستان له سفیر سره وکتل

27 حمل 1403 ساعت 14:17

د هرات والي او د قزاقستان له سفیر سره وکتل او د سوداګریزو اسانتیاوو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د تبادلې د حجم د زیاتوالي او د ګمرکي تعرفو د کمولو په اړه یې خبرې وکړې.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین ګلدیف سره وکتل.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اسانتیاوو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د تبادلې د حجم پر زیاتوالي، د ګمرکي تعرفو پر کمولو او د سوداګرو د ستونزو د حل او هغوی ته د ویزو پر ورکولو خبرې وکړې.

په همدې حال کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونه په هرات کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او زیاتوالي په موخه پرانیستل شوه.


د مطلب کود: 288785

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288785/د-سوداګریزو-تاسیساتو-پراختیا-په-اړه-هرات-والي-قزاقستان-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com