کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فارياب اوسېدونکو ته د کار پيدا کولو پلان عملي کېږي

29 حمل 1403 ساعت 13:22

د فارياب والي وايي چې په فارياب ولايت کې د پرمختيايي پروژو د پلي کولو په مقصد د خصوصي سکټور او د ملي او نړيوالو مرستندويه موسسو په همغږي د فراه ولايت دخلکو لپاره د کار پيدا کولو پلان لري او عملي کيږي .


آوا - مزارشریف : د فاریاب والي ملا شعیب رسالت د آوا له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د بیکارۍ پدیده موجوده ده او خلک ترې ځوریږي، خو حکومت د کار موندنې پروګرامونه په جدي توګه تعقیبوي.

ده زياته کړه: په فارياب ولايت کې دپرمختيايي پروژو دتطبيق په مقصد دخصوصي سکټور او دملي او نړيوالو مرستندويه موسسو په همغږي سره د خلکو لپاره د کار پيدا کولو پلان شتون لري او عملي کيږي.

د فارياب والي وويل، چې په هېواد کې به د بېکارۍ ګراف او حالت بدل شي، ځکه په هېواد کې د کارموندنې په برخه کې تدابير نيول شوي او دا د حکومت له لومړيتوبونو څخه ګڼل کېږي.

په همدې حال کې د فاریاب ولایت یو تن اوسېدونکی نعمت الله وايي: د اسلامي امارت د حکومت په جوړېدو سره په هېواد کې امنیت تامین شوی، خو د بېکارۍ په څېر ستونزو خلک ځورولي دي، نو له همدې امله موږ غوښتنه کوو چې د کارموندنې پروګرامونه په لاره واچول شي. 

د ميمنې ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو زياته کړه، چې بېکاري د افغانستان د خلکو پر وړاندې لويه ستونزه ده او حکومت بايد د دې پديدې د حل لپاره اقدام وکړي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د واک تر اخیستو وروسته امنیت ټینګ کړی خو د خلکو بېکاري یوازینۍ ستونزه ده.


د مطلب کود: 288891

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288891/د-فارياب-اوسېدونکو-ته-کار-پيدا-کولو-پلان-عملي-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com