کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لبنان د حزب الله په نننۍ حمله کې شپږ اسراييليان ټپيان شول

29 حمل 1403 ساعت 15:06

د صهیونیسټ رژیم رسنیو نن چهارشنبه خبر ورکړ چې د اشغال شوی فلسطین په شمال کښې د حزب الله په توغندی حملې کښې د څو پوځیانو په شمول شپږ کسان ژوبل شول.


آوا: عبراني رسنیو نن چهار شنبه خبر ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې پر یوې ودانۍ د راکټ د لګیدو له امله ۶ صهیونیسټان ټپیان شوي دي. د خپرو شويو راپورونو له مخې، د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

څو دقیقې وړاندې نړیوالو رسنیو راپور ورکړ چې د حزب الله یو توغندی پر (پوځي) موټر لګېدلی دی.

ويل شوي دي چې دصهيونيسټ رژيم دوه چورلکې د پيښې ځاي ته الوتنې کوي.

د تسنیم په وینا، نن د اشغال شوي فلسطین شمال د حزب الله او اسرائیلي پوځیانو تر منځ د سختې جګړې او کړکېچ شاهد دی او دواړو غاړو د یو بل پوستونه سوځولي دي.

پرون دصهیونیسټ رژیم څلور پوځیان دحزب الله په حملې کښې سخت ژوبل شول .


د مطلب کود: 288910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288910/د-لبنان-حزب-الله-په-نننۍ-حمله-کې-شپږ-اسراييليان-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com