کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه د هېواد په پنځو لويو لارو کې نوی ترافيکي پلان عملي کېږي

4 ثور 1403 ساعت 9:45

د ترافيکو د عمومي رياست چارواکي وايي، په هېواد کې د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه په پنځو لويو لارو کې نوی ترافيکي پلان عملي کوي.


آوا - کابل: د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د برېښنا د مدیریت پلان به د هېواد په پنځو لویو لارو کې چې تر ټولو ډېرې ترافیکی پېښې پکې لیدل شوی، پلی شی.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د وسايطو د مديريت د مرکزونو جوړول، د برېښنايي ترافيکو نښو او د سرعت ميټرونو نصبول هغه کارونه دي چې په دغه پلان کې به عملي شي.

د کابل-تورخم، کابل-ګرديز، کابل-هرات، کابل-فارياب او کابل-بدخشان لويې لارې له هغو لويو لارو څخه دي چې دغه پلان به عملي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترافيکو د عمومي رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د کوچني اختر په ورځو کې په هېواد کې په ١٠٢ ترافيکي پېښو کې ٥٠ تنه مړه او ١٨٥ نور ټپيان شوي دي.


د مطلب کود: 289214

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289214/د-ترافيکي-پېښو-مخنيوي-په-موخه-هېواد-پنځو-لويو-لارو-کې-نوی-پلان-عملي-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com