کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۱۵۱ تنو ته ورسید

4 ثور 1403 ساعت 9:54

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو ټولټال شمیر ۳۴۱۵۱ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۷۷۸۴ تنو ته لوړ شوی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې د فلسطینیانو په خلاف شپږ جنایتونه ترسره شوی چې په دغو بریدونو کې ۵۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۴ تنه ټپیان شول.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د ټولو شهیدانو شمېر ۳۴ زره ۱۵۱ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۷۷ زره ۸۴ تنو ته لوړ شوی دی. په زرگونو کسان لا هم لادرکه دي او یا تر خاورو لاندې دي. د غزې په جګړه کې تر ۷۲ سلنه زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.


د مطلب کود: 289218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289218/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۴-زره-۱۵۱-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com