مالیزیا رسنیو د انځورونو په خپرولو سره اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د دوو پوځي چورلکو له ټکر وروسته د چورلکو ټول سپرلۍ وژل شوي دي.
په مالیزیا کې د دوو پوځي چورلکو د ټکر له امله ۱۰ تنه وژل شوي دي
4 ثور 1403 ساعت 13:03
مالیزیا رسنیو د انځورونو په خپرولو سره اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د دوو پوځي چورلکو له ټکر وروسته د چورلکو ټول سپرلۍ وژل شوي دي.
آوا: د مالیزیا د سمندری ځواکونو دوې چورلکې د مالیزیا د سمندری ځواکونو د ورځې په مناسبت د پوځی تمریناتو په ترڅ کې ټکر شوی چې له امله یې د دواړو چورلکو ټول ۱۰ تنه سپرلۍ وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، پېښه د مالیزیا په لویدیځ ساحل کې د پیراک په ایالت کې د لوموت په هوايي اډه کې شوې ده.
د دې پېښې د اصلي لامل په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.
خو خپاره شوي عکسونه ښيي چې یوه چورلکه له شا څخه د بلې چورلکې له لکۍ سره ټکر کوي او بیا دواړه سقوط کوي.
د مطلب کود: 289235