آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په اروپا کې میشت یو شمېر افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره وکتل.
په دې کتنه کې په اروپا کې مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او ویې ویل چې د هېواد اکثره علمي او فرهنګي شخصیتونه او افغان پانګوال له هېواده بهر دي.
په ورته وخت کې شیخ شهاب الدین دلاور په دې غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په هېواد کې ملي امنیت تامین شوی، حاکمیت او اداري فساد تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی او د نشه یي توکو کښت هم ډېر شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم په بهر کې پر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې خپل هېواد ته ستانه شي او د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.