کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د يوه کور د چت د لوېدو له امله څلور تنه مړه شوي دي

4 ثور 1403 ساعت 14:22

د لوګر سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د باران له امله د یوه کور د چت د لوېدو له امله د دوو ښځو او دوو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: سیمه ییز چارواکي وايي، چې دغه پېښه د دوشنبې په شپه (د ثور ۳) د دغه ولایت د مرکز پل علم اړوند د پپادخواب‌شانه  سیمې په میوندک کلي کې رامنځته شوې ده.

باختراژانس دسيمه ييزو مقاماتو دخبرله مخې، په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپيان شول .

وروستیو اورښتونو په هېواد کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د يادونې وړ ده، چې ډېرى مرګ ژوبله د بارانونو او سېلابونو له امله د کورونو د ويجاړېدو له امله رامنځته کېږي.


د مطلب کود: 289246

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289246/په-لوګر-کې-د-يوه-کور-چت-لوېدو-له-امله-څلور-تنه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com