کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس کې د سیلابونو له امله یو سړی او یو ماشوم مړه شوي

8 ثور 1403 ساعت 13:37

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په جوند ولسوالۍ کې سېلابونو یو سړی او یو ماشوم وژلي دي.


آوا - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه کسان د سېلاب څخه د تېرېدو پر مهال ډوب او مړه شوی دی.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د بادغيس ولايت د جوند، ابکمري او تګاب ولسوالۍ د تېرې ورځې له سخت باران وروسته د سېلابونو شاهدې وې.

سرچينه زياتوي، چې دغو سېلابونو په يادو ولسواليو کې د استوګنې څو کورونه او لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو ګڼ ځاني زيانونه اړولي دي.


د مطلب کود: 289453

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289453/په-بادغیس-کې-د-سیلابونو-له-امله-یو-سړی-او-ماشوم-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com