په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکوي چې په افغانستان کې هره میاشت شپږ میلیونه خلک خوراکي توکي او نغدې پیسې ترلاسه کوي.
په افغانستان کې هره میاشت شپږ میلیونه خلک مرستې ترلاسه کوي
8 ثور 1403 ساعت 13:39
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکوي چې په افغانستان کې هره میاشت شپږ میلیونه خلک خوراکي توکي او نغدې پیسې ترلاسه کوي.
آوا - کابل: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دغه موضوع نن (شنبه، ۸ ثور) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړې ده.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د امريکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سويډن هېوادونو په مالي مرسته برابرېږي.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې اعلان کړی و چې سږ کال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې به شاوخوا ۱۵،۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د دغو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.
د مطلب کود: 289454