کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برشنا د چارواکو او ترکمن پلاوي ترمنځ په کتنه کې د نورالجهاد د برېښنا د پروژې پر چټکتیا ټینګار وشو

11 ثور 1403 ساعت 15:08

برشنا شرکت اعلان کړی، چې د دغه شرکت د مشرتابه او د ترکمنستان د یوه پلاوي ترمنځ په ګډه ناسته کې د نورالجهاد د برېښنا د وېش سټېشن د تخنیکي پاتې شونو د کار د ژر پیل او بشپړېدو په اړه بحث وشو.


آوا - کابل: د برشنا ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت د مشرتابه او د ترکمنستان د یوه پلاوي ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د برشنا شرکت عملیاتي مشر مولوي عبدالرحمن رحماني وویل، د نور الجهاد سب سټېشن پروژه د بشپړېدو په حال کې ده او ټاکل شوې چې دغه سب سټېشن د دواړو خواوو له تخنیکي ستونزو وروسته فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په پرانېستلو سره به له ترکمنستان څخه هرات ته د وارداتي برېښنا اندازه لوړه شي او زرګونه نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن شي.


د مطلب کود: 289653

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289653/د-برشنا-چارواکو-او-ترکمن-پلاوي-ترمنځ-په-کتنه-کې-نورالجهاد-برېښنا-پروژې-پر-چټکتیا-ټینګار-وشو

آوا
  https://www.avapress.com