کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان – بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

15 ثور 1403 ساعت 11:34

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د سمنګان-بلک پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.


آوا – مزار شریف: د سمنګان – بلخ پر لویه لار د چهچیل په سیمه کې د ترافیکی پېښې له امله ۵ تنه وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوی دی.
 
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه د یوه ډانا ډوله موټر له چپه کېدو وروسته رامنځته شوې ده.
 
ويل کيږي چې په دې پيښه کې د ١٥ تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 
د يادونې وړ ده، چې د موټر چلولو له اصولو نه سرغړونه او د سړکونو خرابوالى په هېواد کې د ترافيکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه دي.


د مطلب کود: 289812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289812/د-سمنګان-بلخ-پر-لویه-لار-ترافیکي-پېښې-۲۶-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com