کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د څه دپاسه ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰۰ ټنه د سرپانتین ډبره وپلورل شوه

16 ثور 1403 ساعت 13:31

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰۰ ټنه سرپانتین (یو ډول قیمتي ډبره) پلورلي دي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د ۶۷۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د شیخ شهاب الدین دلاور په حضور کې ۱۵۰۰ ټنه سرپانتین ډبره وپلورل شو.

په همدې حال کې په وروستیو دوو کلونو کې په هېواد کې د کانونو د استخراج بهیر چټک شوی دی.

تېره اوونۍ په پنجشېر کې د څه دپاسه دوه سوه زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شو.


د مطلب کود: 289882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289882/په-ننګرهار-کې-د-څه-دپاسه-۶۷-میلیونه-افغانیو-ارزښت-۱۵۰۰-ټنه-سرپانتین-ډبره-وپلورل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com