کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کنړ ولایت کې د ۵،۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

18 ثور 1403 ساعت 10:06

د کنړ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۵،۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


آوا - کابل: د کنړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د یونیسف ادارې په مالي مرسته د ۵،۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

د دوی په خبره، د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې دغه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د دې شبکې په بشپړېدو سره شاوخوا ۱۷۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اوبو رسولو د يو شمېر پروژو کار پيل شوى دى.


د مطلب کود: 289974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289974/په-کنړ-ولایت-کې-د-۵-۸-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-شبکه-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com