افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت ویاند په خپله پاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي بدري د دغه کان د کار له بهیر څخه د لیدنې پر مهال د بامیان ولایت د سیمه ییزو چارواکو او د کانونو د قراردادي شرکت ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل.
د پطرولیم وزارت سرپرست د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه دره د اوسپنې کان څخه هم لیدنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې باميان ډېر کانونه لري.
په دې وروستيو کې د زنک، ډبرو سکرو او اوسپنې په ګډون د يو شمېر دغو کانونو د استخراج پروسه پيل شوې ده.
تېره اوونۍ د کانونو وزارت اعلان وکړ چې د لوګر په عینک کې د مسو د استخراج عملي کار له کلونو ځنډ وروسته پیل شوی دی.