افغان غږ خبری آژانس: لبناني سرچینو اعلان کړی چې د فواد شکر مړی له خاورو لاندي څخه ایستل شوی دی.
د لبنان ورځپاڼې النهار اعلان وکړ چې د حزب الله د قومندان فواد شکر مړی له څو ساعتونو وروسته د یوې ودانۍ له خاورو څخه را ویستل شوی دی.
د مهر خبری آژانس د راپور له مخې النهار ورځپاڼې زیاته کړې ده چې په هری حریک کې د نښه شوې ودانۍ تر خاورو لاندې دوه جسدونه موندل شوی چې یو یې فواد شیکر او بل یې غیر لبنانی دی.
د لبنان حزب الله تر اوسه په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.
د یادولو وړ ده چې پرون صهیونیسټ رژیم د لبنان د پلازمینې صهیونیسټی رژیم د حزب الله اړوند یوه ودانۍ په نښه کړه .