افغان غږ خبری آژانس: د همکارۍ سازمان (OIC) په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو او د افغانستان پر اقتصادي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې وکړې.
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا پریکړه لیکونه تعقیب کړي دي.
د اسلامي همکاریو د سازمان د خبرپاڼې له مخې طارق علي بخت د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه په خپلو پرېکړو له سره کتنه وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰ مه غونډه پرون د «اسلامي همکاریو په سازمان کې د ترانسپورت او مخابراتي زیربناوو پراختیا؛» تر عنوان لاندې جوړه شوه. د فقر او ناامنۍ سره د مبارزې کلیدي وسیله" پیل شوې او نن به دوام وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان او ځینو هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار د حق په ګډون د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کړې ده.