افغان غږ خبری آژانس: ذکیه خدادادي د پارالمپیک په سیالیو کې د ۴۷ کیلو ګرامه تکواندو په سیالیو کې خپلې ترکي حریفې اکنجي نورجهان ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال وګاټه.
ذکیه خدادادي د پاریس د اولمپیک سیالیو په لومړۍ ورځ د کیوبا، ازبکستان او ترکیې له سیالانو سره مخامخ شوه.
هغه کیوبا ته ۲۱-۱۱ ماتې ورکړه، ازبک حریف ته یې ۳-۴ ماتې ورکړه او د برونزو مډال سیالیو وروستي پړاو ته یې د ترکیې پیاوړي او مشهور حریف ته ۱-۹ ماتې ورکړه.
ټاکل شوې وه چې ذکیه د شنبې په ماښام له مراکش څخه له خپل حریف سره مخامخ شي، خو د هغې مراکشۍ سیالې د ټپي کیدو له امله ونه توانیده چې د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګټي.
ذکیه خدادادي په وروستیو کلونو کې له افغانستانه وتښتېده او په فرانسه کې یې پناه واخیسته. هغه د کډوالو د ټیم په توګه د فرانسې پارالمپیک کې برخه اخیستې ده.