افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملا برادر وايي، د افغان انجینرانو له خوا د قوش تېپې ملي کانال د بند او د دویم فاز د جوړولو چارې ښه پرمخ ځي او زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د قوش تېپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پیل او د جوزجان ولایت د آچچې ولسوالۍ له حیرتان څخه تېرېږي او د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.
کارپوهان په دې باور دي، چې د قوش تېپې کانال په جوړېدو سره به د هېواد په شمال کې د غنمو په ګډون کرنيز حاصلات زيات شي او د کرنيزو اوبو د ضايع کېدو مخه به ونيول شي.
د دوی په خبره، د قوش تېپې کانال د جوړېدو بله موخه د غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو په برخه کې پر ځان بسیاینه ده.
د قوش تېپې کانال پروژه په افغانستان کې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۸ کلونو ترمنځ طرحه شوې وه، خو د جګړې او بې ثباتۍ له امله د ۱۴۰۱ کال د جولای په میاشت کې د جوړېدو تر پیل پورې عملي نه شوه.