افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، بدري له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي پروژې، ټاپي، د افغانستان د اوسپنې د کانونو، د اورګاډي پټلۍ، نوري فايبر، تېلو او ګازو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
ترکمنستان ته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د درې ورځني سفر اصلي موخه د ترکمنستان له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیده کاته او خبرې اترې او د دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو د هوکړې لاسلیکول دي.
د طالبانو د کانونو له وزیر سره به د بهرنیو چارو، مالیې، فواید عامې او د افغانستان د برېښنا شرکت استازي هم ملګري وي.
تر دې مخکې د لومړي وزير د اقتصادي چارو مرستيال ملا عبدالغني برادر د تورموز نړيوال سوداګريز مرکز د پرانيستې په مراسمو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللى و.