افغان غږ خبری آژانس: د انګلستان د سمندری تجارت سازمان د یمن په ختیځ کی د عدن په ولایت کی د سمندری امنیتی پیښی د رامنځ ته کیدو خبر ورکړی دی.
دغه برتانوي سازمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د یمن د عدن ولایت ختیځ ته په ۱۳۰ سمندري کیلومترۍ کې د یوې پېښې راپور یې ترلاسه کړی دی.
د پېښې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
تر دې مخکې د بريتانيا د سمندري چارو ادارې اعلان کړی و، چې د يمن په جنوب ختيځ کې د المخا په ۶۱ کيلومترۍ کې د يوې سمندري حادثې او د عدن په جنوب ختيځ کې ۵۵ کيلومتره د سمندري حادثې راپور يې ترلاسه کړی دی.
دیمن پوځ دفلسطین دمقاومت په ملاتړ په ځلونو د یمن په ساحل کښې دصهیونیسټ رژیم ، امریکا او انګلستان اړوندې بیړۍ په نښه کړی دی .