افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم پوځ په خپل یو راپور کښې ویلی دی چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې پنځه ویشت کورنۍ قتل عام کړی چې له امله یې ۸۹ تنه شهیدان او ۲۰۵ زخمیان په روغتونونو کښې بستر شوی دی. یو شمیر قربانیان د خاورو او سړکونو لاندې پاتې دي، نو ځکه د ژغورنې ځواکونه او امبولانسونه د دوی سره مرسته نشي کولی."
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټ رژیم په پراخو تیریو کښې څلویښت زره (۶۹۱) کسان شهیدان او ۹۴ زره (۶۰۰) ژوبل شوی دی .
په دې لړ کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې کمیشنر جوزپ بوریل تېره چهارشنبه په غزې تړانګه کې د پولیو ضد واکسین لپاره د درې ورځني بشري اوربند غوښتنه وکړه.