افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یوه هندي شرکت له مشر شوراب شرما او انجنیر ګل اکبر سره وکتل.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا بند د لېږد او د ترانسفرمرونو د لېږد پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د خبرپاڼې له مخې، د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغو شرکتونو له مسوولینو وغوښتل چې د ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا بند او د هغې د ترانسفرمرونو د سپارلو لپاره دې لازم اقدامات وکړي.
دا پروژه به له ترکمنستان څخه افغانستان ته څه باندې ۱۰۰۰ میګاواټه اضافي برېښنا ولېږدوي، چې تر یوه حده به په کابل او ۱۲ ګاونډیو ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه هواره کړي.