افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقیار وايي چې د اورګاډي پټلۍ وزارت مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د ترکمنستان د اورګاډي له ادارې سره د ۲۲ کیلومتره سړک د جوړولو تړون لاسلیک کړ. په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ.
د دغه وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې، د فواید عامې وزارت د سړکونو او اورګاډي پټلۍ مرستیال د افغان ګډ پلاوي د سفر په ترڅ کې د ترکمنستان د اورګاډي له ادارې سره د تورغندي بندر د پراختیا او د هرات ولایت له تورغونډۍ تر صنوبر پورې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو دوه تړونونه لاسلیک کړل. ترکمنستان ته اقتصادي پلاوی تللی دی.
ویل کیږي دواړه پروژې به ډیر ژر له ترکمنستان څخه پیل شي.