افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د سه شنبې په ورځ وویل چې د ده ریاست د ۲۵مې ځل لپاره د زمرد ۲۶۰۴ قیراط لیلام کړی دی.
زمرد په ټولیز ډول په 335,500 ډالرو پلورل شوی و.
د پنجشېر ولايت چارواکي وايي، د کانونو او پټروليم رياست د پنجشېر له کانونو څخه د تازه استخراج شويو زمردو اته صندوقونه د پنجشير د کانونو د څارنې کمېټې او يو شمېر ډبرو سوداګرو په همکارۍ د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.