افغان غږ خبری آژانس : د افغانستان د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیا ولایت کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د دوو کانالونو د جوړولو چارې بشپړې شوې.
دغه وزارت وایي، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان او وزي ځدراڼ ولسوالیو د خرکي او مټي په کلیو کې ۱۵۰ متره اوږد کانالونه او د هغوی محافظوي دیوالونه جوړ شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژه د مالیې وزارت له خوا تمویل شوې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا پلې شوې ده.
دغې پروژې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.