افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "تاد" سند د لاسلیک اعلان وکړ.
هغه وويل چې د دغه سند په لاسليک سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې دي.
د ترانسپورت وزارت ویاند د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو په موخه د ۶ میاشتو لپاره له افغانستان څخه ۶۰۰ او له پاکستان څخه ۲۵۰ لاریو ته د جوازونو د ورکړې اعلان وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه لارۍ کولای شي د هېواد ټولو ښارونو ته انتقال کړي.
د يادونې وړ ده، چې د دې ستونزې په هواري سره به د افغان سوداګرو هغه سوداګريز کاروان چې د تورخم په دروازه کې بند پاتې وو، پاکستان ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د سبزیجاتو او مېوو د فصل پر مهال د ترانسپورتي ستونزو له امله د هېواد کروندګرو ته ډېر زیانونه اوښتي وو.