افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار د کرنې، اوبو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۸۰ زره کیلو ګرامه شات راټول شوي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۴۰ زره کیلو ګرامه شات راټول شوي دي. د تیر کال په میاشتو کې زیاتوالی ښیې.
نوموړي په دغه ولايت کې د شاتو د حاصلاتو د زياتوالي لامل د شاتو کرل وباله، چې له امله يې د مچيو فارمونه ډېر شوي دي.
د هغه په وينا، د دغه ولايت په دامان، غورک، پنجوايي، ارغنداب او يو شمېر نورو ولسواليو کې له ٧٥ تر ١٠٠ د مچيو فارمونه شته.