افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځینو هیوادونو او سازمانونو له خوا پر اسلامي امارت د بشري حقونو د سرغړونو او جنسي تبعیض تور لګول ناسم کار دی اسلامي امارت یې په کلکه ردوي.
فطرت وويل، په افغانستان کې د ښځو حقونه د پخوا په پرتله خوندي دي او هيڅ ډول تبعيض نه لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاته کړه، چې له بده مرغه د یو څو ښځو لخوا د ناسمو معلوماتو په اساس د افغانستان پر ضد د تبلیغاتو او د هیواد د وضعیت د خرابولو هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر نړیوالو سازمانونو اسلامي امارت په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی دی.