افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د یوناما د پلټونکي دفتر له مشر سره وکتل.
د اقتصاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیتونو د هرکلي په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د بشري مرستو د دوام ترڅنګ باید د ملګرو ملتونو ادارې او مرستندویه ادارې د متوازن انکشاف د څارنې په ترڅ کې پراختیايي همکاریو او د حرفوي او کارموندنې پروګرامونو پلي کولو ته پاملرنه وکړي.
د اقتصاد وزارت سرپرست د افغانانو د کنګل شوې بهرنۍ اسعارو د پانګې خلاصول او د مالي او بانکي بندیزونو لرې کول د هېواد د اقتصادي ثبات او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره مهم وبلل او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د مسوولانه اقدام غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان پر وړاندې د امريکا او لوېديځو هېوادونو ظالمانه او يو اړخيز بنديزونو په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې لا پسې زياتې کړې دي.