افغان غږ خبری آژانس - کابل: په لندن کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ وتړل شو او د سفارت کیلي د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شوې.
د بي بي سي د راپور له مخې، د افغانستان درې رنګه بیرغ د سفارت له ودانۍ نه ښکته شوی او پورته کېږي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په لندن کې د پخواني حکومت سفیر زلمی رسول ټاکل شوې چې بریتانیا پریږدي.
د بي بي سي د راپور له مخې، د سفارت پنځو ډیپلوماټانو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې له بریتانیا ووځي.