افغان غږ خبری آژانس: په همدې حال کې د عراق د الصدر غورځنګ مشر مقتدی الصدر هم د سید حسن نصرالله په شهادت خواشینی څرګنده کړه او درې ورځنی ماتم یې اعلان کړ.
مقتدی الصدر د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله د شهادت په مناسبت د تسلیت څرګند کړ.
د الصدر غورځنګ مشر لیکلي: "اې نصرالله، تاسو او هغه کسان چې ستاسو سره وو، په ویاړ سره ژوند کاوه او په ویاړ سره د شهیدانو په توګه مړ شو."
په مشهد کښې د امام رضا (ع) د سپېڅلی زیارت بیرغ هم تور شو.
د لبنان د حزب الله د مشر شهادت پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.