دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 297545
صهیونیسټ رژیم د لبنان د حزب الله د مشر د وژلو لپاره ۸۵ ټنه بمونه استعمال کړل
دصهیونیسټ رژیم رسنیو خبر ورکړی دی چې اسرائیلي جنګیالیو د لبنان د حزب الله د مشر د وژلو لپاره په پرونیو عملیاتو کښې چې هر یو یې یو ټن وزن درلود ۸۵ هاوان بمونه کارولي دي .
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم د جنګ د وزیر او د دغه رژیم د لوی درستیز په شتون سره په بیروت کښې د پرونۍ حملې د عملیاتو له خونې څخه د صهیونیسټی رژیم د پرونۍ حملې انځورونه او د پرونۍ وحشیانه جنایتونو جزئیات خپاره کړل.
 
دې صهیونیسټي رسنۍ خبر ورکړی چې اسرائیلي جنګیالیو د سید حسن نصرالله د وژلو لپاره په دغو عملیاتو کښې د یو ټنه وزن لرونکي ۸۵ هاوان بمونه کارولي دي.
 
په دغه برید کې ۶ ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې او په عین حال کې الجزیرې خبر ورکړی، چې لږ تر لږه ۱۰ ټنه بمونه، چې د کانکریټي کلا د ویجاړولو لپاره کارول کیږي، کارول شوي دي.
https://avapress.net/vdchkqnim23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته