افغان غږ خبری آژانس: د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ټینګار وکړ: د فلسطین او لبنان خلک د نتانیاهو د قاتل حکومت له خوا د پیل شوې تروریستی نسل وژنې قربانیان دی، چې یوازې د هټلر یادو تازه کوی.
مادورو وویل: د اسلامي مقاومت د مشر سید حسن نصرالله د وژل کیدو له اعلان وروسته د لبنان له خلکو سره خپل ملاتړ اعلانوم.
د وینزویلا ولسمشر څرګنده کړه: د دغه برید امر په نیویارک کښې د ملګرو ملتو له مرکزي دفتر څخه صادر شوی دی، د نړۍ بزدلان غلي دي، خو هیڅوک نه شي کولای چې د خلکو غږ خاموش او آرام کړي.