افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې میشتو افغانانو ته د قونسلګرۍ خدمتونه د دوی یو له اساسي حقونو څخه بللی او دغه حق ته یې د هغوی پر لاسرسي ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو لارو له لارې په بهر کې د افغانانو لپاره قونسلګري خدمات وړاندې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي: "لکه څنګه چې د ویانا په کنوانسیون کې ویل شوي، قونسلګري خدمتونه له رسميت سره هیڅ تړاو نه لري. د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې د قونسلګرۍ چارې له سیاست سره تړلې نه یوازې ستونزې لري، بلکې د خلکو له حقونو څخه هم سرغړونه ده."
د بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړه: "موږ له اړوندو هېوادونو سره خپلو هڅو او خبرو ته دوام ورکوو، څو قونسلګري خدمات په داسې ډول پیل شي، چې اړخونو ته د منلو وړ وي او اصولي بنسټ ولري."