افغان غږ خبری آژانس - هرات: رحمت الله فیضان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «موږ د فقهې او اجتهاد د اختلاف په اړه فکر نه کوو. موږ ته د مسلمانانو ګټې مهمې دي او هر چېرې چې مسلمان وي هغه زموږ ورور دی. "په لبنان کې د اسراییل جنایتونه د بخښلو نه دي."
هغه له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې په لبنان، فلسطین او په تېره بیا په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د مخنیوی او د ملکیانو د امنیت د تامینولو لپاره لازم او عاجل اقدامات وکړی.
له دې مخکې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د لبنان په مختلفو سیمو د صهیونیسټ رژیم وروستۍ وحشیانه حملې چې په ترڅ کښې یې د ښځو او ماشومانو په شمول په سلګونو کسان شهیدان او ژوبل شول په کلکو ټکو غندلی وه.
خو تر اوسه دغه وزارت د سید حسن نصرالله د وژنې او شهادت په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د ټولنیز شبکو یو پښتون کارونکي پخپل پاڼه کې لیکلې: "د لبنان ستر مشر سید حسن نصرالله شهید شو، غزې خپل ځواکمن ملاتړی له لاسه ورکړ، خو انشاالله د سید نصرالله ملګري به خپلې لارې ته دوام ورکوي او د غزې خلک به یوازې نه پریږدي".